Pashto Quran | قرآن لوستل

1|1|د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
1|2|ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى
1|3|ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
1|4|د بَدلې د ورځې مالك دى
1|5|مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو
1|6|ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَیَه
1|7|د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي

Pages ( 1 of 114 ): 1 23 ... 114Next »